چین وايي سوري جګړه مار دې د عنان د هڅو ملا وتړي

چين د سوريې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې ټول په يوه خوله د ملګرو ملتونو او عرب ليګ د ځانګړي استازي کوفي عنان د سولې د ملاتړ وکړي.

ښاغلی عنان اوس په چين کې دی. دی دغلته د چين له لومړي وزير وينجياباو نه غواړي چې په سوريه کې د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو په لار کې د ده د منځګړيتوب ننګه وکړي.

ښاغلی عنان تر دې وړاندې د روسیې د ملاتړ خپلولو لپاره مسکو ته تللی وو.

چين او روسيه دوه هغه هېوادونه دي چې دوه ځله يې د سوريې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا قراردادونه ويتو کړې دي.