ایتوپیايي ځواکونو له 'الشباب' یوه مهمه اډه ونیوله

ایتوپیايي ځواکونو په مرکزي سومالیا کې د الشباب ډلې چې له القاعده سره تړلې ده مهمه اډه نیولې ده.

د سیمې اوسیدونکي وايي ایتوپیايي ځواکونو او ملاتړو یې د ایل بور ښارګوټی د ډزو له یوې لنډې تبادلې وروسته ونیوه.

سومالیا ته د ایتوپیايي ځواکونو ترڅنګ د افریقايي اتحاديې په زرګونه ځواکونه استول شوي دي.