اسراییل د م.م د بشري حقونو له شورا سره اړيکي غوڅول غواړي

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت وايي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا سره خپلې ټولې اړیکې شلوي.

دا وروسته تر هغه ده چې نوموړې شورا په لویدیځه غاړه کې یهودي میشت ځایونه وغندل او پریکړه یې وکړه چې د دې موضوع د څیړلو لپاره یوه کمیټه جوړه کړي.

خو د اسرايیل د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل اسراییل به د بشري حقونو د شورا له خوا هیڅ چا ته اجازه ورنه کړي چې اسراییل او یا لویدیځې غاړې ته ورشي:

''دا چې په جینوا کې د بشري حقونو شورا زموږ نظر په سیستماتیک ډول ردوي زموږ دریځ او اندیښنو ته پام نه کوي او نه غواړي چې د موضوګانو په هکله له موږ سره همکاري وکړي. موږ هم پریکړه کړې چې سر له ننه به د بشري حقونو له شورا سره همکاري نه کوو.''

اسراییل د بشري حقونو شورا له ډیر وخت راهیسي تورنوي چې د فلسطینیانو پلوي کوي. اخوا فلسطینیانو ویلي دوی به د نوموړې کمیټې لپاره د شواهد په توګه عکسونه او نقشې برابر کړي.

د بشري حقونو د شورا مشر د اسراییلو پریکړه خواشینونکې وبلله.