اوباما وايي د نړۍ سترګې زموږ سرمشریزې ته دي

ولسمشر اوباما د جنوبي کوريا په سيول کې د هستوي سرمشريزې په پيل کې د هستوي ترهګرۍ د ګواښونو د مخنيوي لپاره د نژدې نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي اوباما له پنځوسو د زياتو هېوادونو مشرانو ته وويل چې د نړۍ سترګې د دغې سرمشريزې پايلو ته دي.

هغه وويل يو موټۍ هستوي وسلې چې خرابو لاسونو کې وي، کولی شي په سلګونه زره کسان ووژني.

سره له دې چې د دغې سرمشريزې د سر سر ټکی هستوي ترهګري ده، خو د شمالي کوريا او د ايران د اتومي پروګرامونو په اړه هم له خلکو سره اندېښنې شته.