'سلګونه افغان مېرمنې له کورنیو د تېښتې په تور نیول شوې'

د بشري حقونو د څار ډله وايي، سلګونه افغان مېرمنې په خپلو کورنو کې له تاوتریخوالي نه د تيښتې په تور نیول شوي دي.

دغه ډله وايي، نژدې ټولې نیولې شوې ځوانې نجونې دي او د نیول شوو نیمایي په اخلاقي فساد، چې اجبار ودونه او کورنۍ تاوتریخوالۍ پکې شامل دی، زنداني شوي دي.

په زندانیانو کې داسې میرمنې هم شته، چې په زور جنسي تیري پرې شوي دي.