وسله والو په یمن کې سعودي دپلمومات تښتولی

وسله والو د یمن په سوېلي عدن کې د سعودي مرستیال کونسل تښتولی دی.

یوه یمني چارواکي وايي، دغه سعودي دپلمومات په عدن کې له خپل کور بهر تښتول شوی دی.

رویټرز د عدن المنصورة سیمې د پولیسو په حواله ویلي، وسله والو عبدالله الخالدي هغه مهال تښتولی، چې خپل ګاډي ته د ختلو په تکل و.

سرچینه وايي، چې نوموړی یوه نامالوم ځای ته بېول شوی دی.