د لېبیا خپلمنځي نښتو ۵۰ کسان وژلي

له لېبيا نه راوتلي خبرونه وايي د سيالو ملېشو ترمنځ يو لړ نښتو کې لږ تر لږه پنځوس تنه وژل شوي دي.

واکمنه لنډمهالې ملي شورا سختو ځپل شويو سيمو ته سلگونه عسکر ور استوي.