سعودي شهزاده د زبرزنا له توره سپين شو

د اسپانيا يوې محکمې هغه پلټنې وځنډولې چې د يوۀ سعودي شهزاده الوحيد بن طلال په باب له ادعا شوې زبر زنا سره په تړاو روانه وه.

محکمه وايي د تور لگوونکې ميرمنې دعوې يو رنگ نه وې او بيلا بيلې خبرې په کې شوې وې.

داسې دعوه شوې وه چې د ٢٠٠٨ کال د اگست په مياشت کې يوه اسپانيايي ميرمن د ابېتزا په سيمه کې په يوه کښتۍ کې نشه شوې او بيا پرې جنسي تيرى شوى و.

شهزاده الوحيد ويلي و چې د پېښې پر وخت دى ان په دغه سيمه کې لا نه و.