د سويډن دفاع وزير استعفى ته اړ شو

د سویډن د دفاع وزیر د هغو څرګندونو له امله استعفا کړې چې وايي حکومت یې په پټه په سعودي عربستان کې د وسلو جوړولو پر یوې پروژې کار کوي.

ښاغلي تولګفروس دا ردوي چې له دې امله یې استعفا کړې ده، خو وايي چارواکو یې پر کورنۍ فشار ډېر کړی دی.

د سویډن حکومت مخالفې سياسي ډلې په سعودي کې د دې هېواد د پروژې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده او وايي هېواد یې باید د دوی په وینا د سعودي د دیکتاتوري نظام ملاتړ ونه کړي.