برما کې د يکشنبې ټاکنو پر ازادۍ شک وښوول شو

د برما د مخالفینو مشره آنګ سانگ سوچي وايي د راتلونکې یکشنبې ورځې له ټاکنو د عادلانه او آزادو ټاکنو تمه نه شي کېدای، ځکه چې بې نظمۍ په کې موجودې دي.

خو مېرمن سوچي وايي په سیاسي بهیر کې د ورګډیو لپاره په دې ارزي چې په ټاکنو کې ګډون وشي.

د ٤٥ څوکیو لپاره ټاکنې د حکومت لپاره اساسي آزموینه ده چې غواړي د اصلاحاتو په برخه کې یې کوي.

مېرمن سوچي په یوې خبرې غونډې ته وویل:

"لکه څنګه چې ما مخکې ویلي وو که د تېرو څو میاشتو کړنو ته وګورو نو د آزادو او عادلانه ټاکنو تمه نه شي کېدای. خو له دې سره سره به موږ د ملي یووالي لپاره کار وکړو او هغه څه به وزغمو چې رامنځ ته کیږي.

موږ تمه لرو چې د خلکو زړورتیا او پرېکړه پر بې نظمیو برلاسې شي."