شمالي وزيرستان کې بې پېلوټه الوتکې بيا بريد کړى

د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد له امله څلور کسه ووژل شول.

د وژل شوو د هويت په اړه څه نه دې ويل شوي چې وسله وال او که عام خلک دي خو بريد پر يوه کور تر سره شوى دى.

دغه بريد د جمعې په سها ترسر ه شوى او ځينې امنيتي سرچينې وايي چې وژل شوي اورپکې وو.

د روان ميلادي کال په ترڅ کې دا ١٢ بريد دى، چې د بې پيلوټه الوتکو له خوا په شمالي وزيرستان کې ترسره کېږي.

پاکستن د دغو بريدونو مخنيوى غواړي خو واشنگټن وايي چې د القاعدې او طالبانو ډير کسان يې په دغه ډول بريدونو کې په نخښه کړي دي.