کراچۍ کې بیا د وژنو لړۍ پیل شوې ده

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د تېرې جمعې ورځې له ماښام وروسته بیا شخړې او نښتې پیل شوې دي.

راپورونه وايي چې په تازه نښتو کې لږترلږه پنځلس کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د نښتو او اړدوړ له کبله په کراچۍ کې ټول سوداګریز ځایونه تړل شوي دي.

په ښار کې د تېلو ټول پمپونه بند شوي، چې ښاریان یې له لویې ستونزې سره مخامخ کړي دي.

په ښار کې ډېر لږ خلک لیدل کېږي.

د کراچۍ د ترانسپورت اتحادیې ویليو چې په ښار کې د روانې شخړې له کبله یې عامه ترانسپورت درولی دی.

په ښار کې تعلیمي ادارې هم تړل شوې دي.