د یمن په نښته کې ۳۰ کسان وژل شوي

له یمن څخه راپورونه وايي چې ددغه هېواد په یوه سوېلي سیمه کې د نښتې پرمهال لږترلږه ۱۷ یمني پوځيان او ۱۳ برید کوونکي وژل شوي دي.

راپورونه وايي، برید اسلام پالو سخت دریځو کړی، چې تر ډېره له القاعدې شبکې سره د تړاو شک پرې کېږي.

تر اوسه د وژل شوو په اړه بېلابېل شمېرې ورکړل شوې دي.

ویل کېږي چې دا برید د یمن په لحج سوېلي سیمه کې شوی.

یوه یمني پوځي چارواکي ویلي، یوه امنیتي پوسته برید کوونکو نیولې، چې بیا وروسته حکومتي ځواکونو پر نیول شوې پوسته بمبار کړی دی.