په سوریه کې پنځه تښتول شوي ایرانیان تهران ته ورسېدل

د ایران فارس خبري اژانس ویلي، چې په سوریه کې پنځه تښتول شوي ایرانیان تهران ته ستانه کړای شوي دي.

دغه کسان د سوریې په حماة ښار کې تښتول شوي وو.

د ایران فارس خبري اژانس ویلي، دغه ایرانیان دوه میاشتې وړاندې نیول شوي وو.

دوی وايي چې دوی سوریې ته د مذهبي ځایونو د زیارت لپاره تللي وو.

نیول شوي کسان په جاسوسۍ هم تورن شوي وو.

دغه کسان لومړی له سوریې د ترکیې پولې ته لېږدول شوي، او ترکي چارواکو ته له سپارل کېدا وروسته په استانبول کې ایراني کونسلګرۍ تهران ته ستانه کړي دي.