مکسیکو په مذهبي سخت دریځۍ اته کسان نیولي

پولیسو په مکسیکو اته تنه په دې دې تور نیولي چې له مذهبي پلوه د انسانانو د قرباني کولو عقیده لري.

څارنوالان وايي شواهد ښيي چې د ډلې غړو دوه لس کلن هلکان او یوه مېرمن وژلي دي.

د حکومت یوه ویاند ویلي د قربانیانو وینې د محراب په بڼه په شاوخوا کې اچول شوي او یو ځانګړی تصویر یې ترې جوړ کړی.

ویاند وویل نیول شویو کسانو ددغو وژنو پړه منلې ده:

''دغو کسانو ټولې وژنې منلې پرون دغه خبر روښانه شوه، دوی موږ ته وویل چې د قربانیانو د وژلو لپاره یې له چړو او تبرګیو کار اخیست، لومړی غاړه او وروسته د بدن نور ځایونه ور پرې کول او تویې شوې وینه یې د بابا نويل په نوم ورکوله.''