یمن وايي 'اسلام پالو سخت دريځو' یې ۷ سرتېري وژلي

د يمن د دفاع وزارت وايي اووه سرتېري يې په القاعده پورې د يوې تړلې اسلامپالې ډلې له لوري د هېواد په سويل کې وژل شوې دي. دغه بريد له هغه ټيک يوه ورځ وروسته کېږي چې په ورته يوه بل بريد کې لس سرتيري ووژل شول.

د ''أنصار الشریعة'' اسلامپاله ډله وايي دا بريدونه دوی کړې دي.

د دفاع وزارت وايي حکومتي ځواکونو د هغو ملېشو پر وړاندې پراخ يرغل پيل کړی چې په سويل کې يې يو شمېر ښارګوټي لاندې کړې دي.

د امريکا متحده ايالاتو په وروستيو ورځو کې د يمي ملېشو پر ضد د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ډېر کړي دي.