د عراق فراري مرستیال ولسمشر قطر ته رسېدلی

راپورونه وايي چې د عراق فراري مرستیال ولسمشر طارق الهاشمي له عراق نه قطر ته تللی دی.

د ښاغلي الهاشمي دفتر او د قطر حکومتي خبري اژانس تاييد کړې چې هغه د عراق په کردي سيمه کې له څو مياشتو تېرولو وروسته اوس قطر ته رسېدلی دی.

طارق الهاشمي وروسته له هغه دغلته وکوچېد چې حکومت د وژنو په تور د ده د نيولو امر وکړ.

الهاشمي په عراق کې د سنيانو يو ځواکمن سياسي مشر دی.

پر ده د شيعه لومړي وزير نوري المالکي دغو تورنو په عراق کې د توکميزو نښتو د ډېرېدو ويره زياته کړه.