چاودنې د اروزګان پراختيايي شورا درې غړي ووژل

د افغانستان په ارزوګان ولایت کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې د پراختیايي شورا درې غړي وژل شوي دي.

دا غړي د ارزوګان د ګیزاب ولسوالۍ د پراختیايي شورا غړي وو.

په چاودنه کې دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

د اروزګان د والي ویاند سید همدرد ویلي، چاودنه ددوی پر دوو ګاډو شوې ده.

نوموړی زیاتوي، پېښه تېره شپه د ګیزاب ولسوالۍ په ګل رخ سیمه کې شوې ده.