ایران وايي د سوریې لاسنیوي ته چمتو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د کوفي عنان د هڅو په لړ کې یې هېواد له دمشق سره د مرستو ورکړې ته چمتو دی.

د ایران (ایسنا) خبري اژانس ویلي، د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صاحلي د سوریې د بهرنیو چارو له ځایناستي وزیر فیصل مقداد سره په خبرو کې د سوریې د مرستو په ملاتړ ټینګار کړی دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې ''ایران د سوري اصلاحاتو او د خلکو د غوښتنو په برخه کې'' همکارۍ او مرستې ته چمتو دی.

ښاغلي صالحي ویلي، ایران غواړي په دې سختو او حساسو شېبو کې له سوري ولس او حکومت سره مرسته وکړي.

نوموړي ویلي، چې ایران په سوریه کې تاوتریخوالو ځپلو سیمو ته هم خپله همکاري نه سپموي.