اردوغان وايي سوریه کې دې ډله ییزه وژنه ودرېږي

د سوریې په تړاو، د ترکیې په استانبول کې له اویا د ډېرو لوېديځو او عربي هېوادونو استازو ته په پرانیستونکې وینا کې ترکي لومړي وزیر رجب طیب اردوغان وویل، نړیواله ټولنه باید سوري ولس ته ژر د مرستې لاس ور اوږد کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې د امنیت شورا باید په سوریه کې د ډله ییزې وژنې پروړاندې لاس تر زنې کښېنه ني.