د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د سولې د خبرو لپاره قطر ته ځي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د سولې د خبرو په تړاو د قطر له چارواکو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته ورځي.

چارواکي د زلمي رسول د سفر موخه د سولې هڅو ته د لا زياتو امکاناتو برابرول يادوي.

خو طالبانو لا له وړاندې د حامد کرزي په مشرۍ له افغان حکومت سره خبرې رد کړې دي.

وسله والو طالبانو څو اوونۍ وړاندې په قطر کې له امريکا سره کېدونکې خبرې هم له دې امله وځنډولې چې د دوی په وينا په خپلو ژمنو نه درېدل.