عنان پر سوري وضعیت امنیت شورا ته خپل راپور ورکوي

د ملګرو ملتونو او عرب لیګ نړیوال استازی کوفي عنان به نن ورځې په وروستیو کې د سوریې لپاره د سولې د خپل پلان د پرمختګ او پلي کېدو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مالومات ورکړي.

دمشق تیره اونۍ د کوفي عنان شپږټکیز پلان منلې او خو لا تر اوسه په دغه هیواد کې تاوتریخوالی روان دی.

د یکشبنې په ورځ د عربو خلیج هیوادونه پریکړه وکړه، چې د ازادې سوریې پوځ ته به میلیونه ډالره معاشونه او نور لګښتونه ورکوي.

دغه پيسې به د سوریې د مخالفانو ملي شورا له خوا اداره کیږي. دغه پریکړه، چې په استانبول کې ۸۳ هیوادونواعلان کړی ، د سوریې حکومت غندلې ده.