سوېلي سودان وايي 'سودان' پر لانجمنې سیمې بمبار کړی

سویلي سوډان پر سوډان تور پورې کړی، چې په سرحدي لانجمنه سیمه یې نوي بمي بریدونه کړي دي.

د سویلي سوډان یوه لوړي چارواکي پګان عمام ویلي، چې جګړه د منګا او پنګاچ په په سیمه کې روانه ده .

د داوړو هیوادونو استازي د ایتوپيا په پلازمینه ادیس ابابا کې پر امنیتي ستونزو خبرو لپاره جرګه شوي، خو دغه خبرې د همدغو تازه نښتو له امله ځنډېدلي دي.

نښتې لومړۍ یوه اوونۍ وړاندې د تېلون په بډایه سرحدي سیمه کې پیل شوې وې.