برتانیا فاکلینډ ټاپو ته پرخپلو ژمنو ټينګار وکړ

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون د فاکلینډ ټاپوګانو خلکو ته یو ځل بیا د خپل هېواد په ژمنو ټینګار وکړ.

ښاغلي کامیرون دغه څرګندونې پر فاکلینډ ټاپوګانو د ارجنټاین د یرغل په دیارلسمه کلیزه کې وکړې.

لومړي وزیر په خپلو خبرو کې هغو ارجنټایني او برتانوي سرتېرو ته د درناوي مراسم پرځای کړل، چې د فاکلینډ ټاپوګان په شپږ اوونیزه جګړه کې وژل شوي دي.

دغه کلیزه پر داسې مهال لمانځل کېږي، چې برتانیا او ارجنټاین ترمنځ اړیکې کړکېچن شوي دي.

انډري، په هغه وخت کې د ښوونځي لس کلنه جینۍ وه، چې ارجنټاین په دغو ټاپوګان برید وکړ.

هغې بي بي سي ته هغه څه انځور کړي، چې له دریارلس کاله وړاندې یې لیدلي وو:

''زه لس کلنه وم او په ښوونځي کې وم. لومړی موږ ته د ماښام له مخې ویل شوي وو، چې راډیو ته، د یوه مهم اعلان لپاره غوږ ونیسو، چې دغه اعلان د والي له خوا کېده. موږ د شپې له خوا راډیو ته غوږ وو، والي اعلان وکړ، چې په راتلونکو څلریشتو ساعتونو کې به د ارجنټاین ځواکونه پر موږ برید وکړي.''