افغان سوداګر وايي ازبکستان یې ترانزیت ته ستونزې جوړوي

يو شمير افغان سوداگر چې له ازبکستان سره او يا هم ددغه هيواد له لارې له نورو هيوادونو سره سوداگري لري، سرټکوي او وايي چې ياد شوى هيواد ورته د سوداگرۍ او ترانزيت په برخه کې ستونزې پيدا کوي.

افغان سوداگر وايي توکي يې تر ډيره ولاړ پاتې کيږي،او د سوداگريزو ويزو اخستل هم ورته ستونزمنه چاره ده.

د افغانستان سوداگرۍ وزارت هم وايي چې ازبکستان له افغان سوداگريزو شرکتونو سره سليقوي چلند کوي.

د ياد شوي وزارت وياند وحيدالله غازي خيل بي بي سي ته ويلي دي چې د ستونزې د هواري په موخه يې په پرلپسې ډول له ازبک چارواکو سره خبرې کړي دي ،خو ستونزه نه ده هواره شوې.