کولمبيايي ياغيانو لس تنه خوشې کړي

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي لږ ترلږه لس پولیس او پوځیان چې کولمبیايي یاغیانو برمته کړي وو، خوشې شوي دي.

دا کسان د برازیل په یوه پوځي الوتکه کې د کولمبیا له ځنګل نه خوندي ځای ته لیږدول شوي دي.

خوشې شوي کسان څه باندې یوه لسیزه له یاغیانو سره چې غوښتل یې تبادله یې کړي بندیان وو.

کولمبیايي یاغیانو د روان کال په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې ورسره بندي کسان به خوشي کوي.

د دوی دا ژمنه منځګړي سولې ته ښه نیت بولي.

که څه هم یاغیانو ویلي چې د پیسو په خاطر به د خلکو تښتونه بندوی،خو ګومان کیږي چې په سلګونه کسان اوس هم له هغوی سره بندیان دي.