لېبيا کې لږترلږ څوارلس کسان وژل شوي دي

لېبيا کې لږترلږ څوارلس کسان دسيالو مليشو ترمنځ په ورستيو جگړو کې وژل شوي دي. دغه جگړې د تونس له پولو سره نژدې د لبيا د زورا په ښار کې پيښې شوي دي.

دلېبيا په شمال لوديځه گوښه کې له درې ورځو راهيسي دغه جگړې روانې دي. دا نه ده څرگنده، چې دغه جگړې څنگه پيل شوي، خو باور دادى چې زورا کې د بربر قبيلې نه جوړې شوې مليشې او د څو ښارونو عرب جنگيالي په کې ښکيل دي. دغلته دتوپونو او درنو وسلو د ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي .

د لبيا دکورنيو چارو وزير د حالاتو د قابو کولو په موخه سيمې ته د ٢٠٠ عسکرو د استولو اعلان کړى دى. خو دغه لوى هيواد يوه رښتيني مرکزي واکمني او پوځ نه لري چې دغه ډول ستونزې هوارې کړاى شي.

د ا نقلاب له بري وروسته چې د ډگروال قدافي دوه څلويښت کلنه اوږده واکمني يې پاى ته ورسوله، لېبيا د لسگونو سره سياليو او ترغاښو پورې په وسلو سمبالو مليشو له لوري کنټروليږي.

د حکومت په وينا، تېره اوونۍ د هېواد په جنوب لويديځ، د صبها په ښار کې د سيالو مليشو پهجگړو کې نژدې ١٥٠ کسان ووژل شول.

اټکل کيږي چې دوه مياشتې وروسته لېبيا کې ټاکنې ترسره شي، خو دغو ناراميو ته په کتو سره داسې ښکاري چې دغو ټاکنو شرايط نه دي برابر.