افريقايي ټولنې د طواريق د خپلواکۍ اعلان رد کړ

افريقايي ټولنې د طواريق قبيلې هغه اعلان رد کړی چې د مالي په شمال کې تر خپل کنټرول لاندې لاندې سيمو کې يې د خپلواکۍ اعلان وکړ.

د دغې ټولنې مشر ويلي دي چې دغه اعلان دوی ته هېڅ ارزښت نه لري.

د ازاواد د ازادۍ ملي غورځنګ د خپلواکۍ دغه اعلان پر خپله وېبپاڼه ايښی او له نړېوالې ټولنې يې د دوی په رسميت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

طواريق جنګياليو وروسته له هغه د ټيمبوکټو په ګډون يو شمېر سيمې لاندې کړې چې دوه اوونۍ وړاندې ياغي پوځيانو د مالي حکومت وپرځاوه.