غلو چينايي بار وړونکې بېړۍ يرغمل کړې

د چين حکومتي رسنۍ راپور ورکوي چې يوه بار وړونکې بېړۍ د عمان په خليج کې سمندري داړه مارانو تښتولې ده.

دغه پېښه د ايران د چابهار بندر ته څېرمه نن سهار رامنځته شوې ده.

په ايران کې د چين سفارت ويلي دي د بېړۍ د ژغورلو په هڅه کې ښکېل دي.

ډېری وختونه سمندري غله دا ډول يرغمل شوې بېړۍ د پيسو په مقابل کې بېرته پرېږدي.