زرګونو مصريانو د ابو اسمعيل ملاتړ وکړ

د مصر په تحرير ډګر کې زرګونه مصريانو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ولاړ محافظه کاره کانديد حاظم ابو اسمعيل په ملاتړ لاريون وکړ.

ښايي هغه له دې امله د می مياشتې له ولسمشريزو ټاکنو وويستل شي چې مور يې د امريکا ده.

د ښاغلي اسمعیل پلويان وايي د پوځي شورا مشران د ولسمشرۍ له ټاکنو د هغه وتو ته لارې لټوي.

که حاظم اوبو اسمعيل له سياليو ووېستل شي، نو د اخوان المسلمين کانديد خيرات الشاطېر به د اسلامپالو د رايو په خپلولو کې يو مخکښ سيال له لاسه ورکړی وي.