ځانمرګي د کونړ د سولې شورا مشر وواژه

د افغانستان له ختيځ کونړ نه راپورونه وايي چې د دغه ولايت د سولې د عالي شورا مشر مولوي محمد هاشم منيب په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوی دی.

په بريد کې د ده يو زوی او يو ساتونکی هم وژل شوې دي.

چارواکي وايي بريد د وټه پور په ولسوالۍ کې هغه مهال وشو چې محمد هاشم منيب د جمعې له لمانځه وروسته د کور پر لور روان وو.

دی د کونړ او شاوخو سيمو پياوړی قومي مشر بلل کېده.

د بريد مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.