ترکيه سوري کډوالو وارخطا کړې

د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر احمد داود اوغلو ويلي که هېواد ته يې سوري کډوال په همدې کچه ور روان وي، نو د ملګرو ملتونو مرستې ته اړتيا لري.

ښاغلي اوغلو وويل له هغه راوروسته چې د سوريې ولسمشر بشارالااسد د سولې پلان منلی، ترکيې ته د کډوالو ورتګ دوه چنده شوی دی.

د سولې د دغه پلان له مخې به حکومتي پوځيان د اپريل له لسمې وړاندې د مخالفينو پر وړاندې خپل عمليات دروي او د اوسېدو له سيمو به وځي.

خو سوري فعالين وايي د ملګرو ملتونو د ضرب الاجل له نژدې کېدو سره په سوريه کې جګړه سخته شوې ده.