د سیلانیانو بېړۍ ۲۳ کیوبیایان وژغورل

په نړې کې د سيلانيانو يوې تر ټولو لویې بيړۍ ٢٣ کيوبياييان وروسته تر هغه وژغورل چې په يوې کمزورې او ماتيدونکي کښتۍ کې یې هڅه کوله چې ځانونه هندوراس ته ورسوي.

په لومړي سر کې د بيړۍ يو مسافر دغه کښتۍ وليدله چې د کاربين په اوبو کې سرگردانه او لالهانده وه .

کيوبيا يي کډوال اوس مکسيکويي چارواکو ته ورسپارل شوي دي.