په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ سوري کډوال ترکیې ته اوښتي

ترکیې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پرپولو له سورې څخه ۷۰۰ کډوال ور اوښتي دي.

سوري فعالینو ویلي چې د حماة ولایت په اللطامنة ولایت کې د حکومتي ځواکونو په تازه بریدونو کې لږترلږه ۲۷ ولسي وګړي وژل شوي.

د سوریې د وروستیو ناامنیو له کبله زرګونه کورنۍ له دې هېواده کډه کولو ته اړ شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون پر سوري حکومت غږ کړی، چې ژر دې د ولس وژنې اعمال ودروي.