ترکیه د سوري کډوالو د چارو سمون ته د م.م مرسته غواړي

ترکيه وايي له سوریې څخه مخ په زياتيدونکي شمير کډوالو د چارو د سمون لپاره ښايي د ملگرو ملتونو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

د کډوالو دغه شميره وروسته له هغه دوه برابره لوړه شوه چې د سورېې حکومت د سولې پلان ومانه.

په دغه پلان کې تر راتلونکي سه شنبې پوري د پوځي عملياتو د بندولو غوښتنه شوې، ډيرو کډوالو د حکومتي ځواکونو لخوا د درنو بمباريو راپورونه ورکړې دي د ترکېې د بهرنيو چارو وزير محمد داود اوغلو ويلي په سوريه کې د ننه وروستۍ پرمختیاوې د انديښنې وړ دی:

''په تېرو څلورویشت ساعتونو کې دوه زره شپږ سوه پنځه اتیا کسان ترکیې ته را اوښتي دي. د اپریل په پنځمه او شپږمه تر درې زرو ډېر کسان رارسېدلي وو.

یقینا موږ وضعه له نژدې څارو، موږ د عربي ټولنې او ملګرو ملتونو د هلو ځلو ملاتړ کوو، خو له دغو دیپلوماتیکو هڅو سره سره ، هلته نور عملیات روان دي. نو له همدې کبله د مهاجرو شمېر ډیریږي.''

په ترکيه کې اوس مهال نږدې ٢٤ زره سوريه يي کډوال ميشت شوي دي.