۱۰۰ پاکستاني پوځيان واورو لاندې کړي

له پاکستان څخه راپورونه وايي چې یو شمېر پاکستاني پوځيان د همالیا په غرونو کې واورو ښووېدنې راګېر کړي دي.

ویل کیږي چې تر سلو ډېر پوځيان په واورو کې ډوب شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس وايي برف کوچ د شنبې ورځې سهار د پوځیانو یوه اډه لاندې کړې او پکې میشت کسان بند پاتې دي.

دغه پېښه له سیاچین سره نژدې د کراکروم په سیمه کې شوې ده، په دغې سیمه کې هندي او پاکستاني پوځیان میشت دي.

د ژغورنې ډلې د پېښې سیمې ته روانې شوې دي.