بان کي مون له سوریې د اوربند غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونوسرمنشي بان کي مون د سوریې د حکومت سخته نیوکه کړې پر حکومتي ضد لاریونونو بریدونو ته لاهم دوام ورکوي.

ښاغلي بان وویل ولسمشر اسد ژمنه کړې وه چې تر راتلونکې سه شنبې به له ګڼ میشتو سیمو درنې وسلې او پوځيان وباسي، چې دا دوژنو لپاره پلمه نه شي کېدای.

ښاغلي بان د پوځي عملیاتو د سملاسي بندولو غوښتنه وکړه.