نوي یمني ولسمشر پخواني چارواکي وشړل

د یمن نوي ټاکل شوي ولسمشر عبدالرحمن منصور هادي پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادار دوه لوړ پوړي او نور پوځي چارواکي له دندو لېرې کړي دي.

پر ښاغلي صالح داسې تورونه لګول کیږي چې د خپلویانو په وسیلې غواړي دغه هېواد بې ثباته کړي.