زرداري هند ته ورسېد

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري نن هند ته په يو ورځني سفر تللی دی.

دا په تېرو ۷ کلونو کې هند ته د يو پاکستاني ولسمشر لومړی سفر دی او څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې هند يو ځل بيا پر پاکستان تور ولګاوه، ګنې هغه کس ساتي چې په ۲۰۰۸ کال کې يې د ممبای بريدونه پلان کړي وو.

ښاغلي زرداري مخکې له دې چې يوه مهم اسلامي زيارت ته ورشي، د هند له لومړی وزير منموهن سنګهـ سره وکتل.

دواړو مشرانو د غرمنۍ پرمهال مخامخ خبرې وکړې.

پاکستاني او هندي سرچینو ویلي، چې ددواړو مشرانو خبرې تر ډېره پر اقتصادي مسایلو راټولې وې.

څېړونکي وايي وايي د کشمير پر سر ټکر په څېر زياتو مسالو په اړه چې دواړه خواووې سره پرې وېشلې د پرمختګ اټکل کم دی، خو داسې هيله شته چې دغه سفر به اقتصادي اړيکو کې ښه والی راولي.