د ترکمنستان ولسمشر د موټرځغلونې سیالي وګټله

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په خپل هېواد کې د موټر ځغلونې تر ټولو لومړۍ سيالۍ کې ګډون کړی او ګټلې يې ده.

په پلازمېنه عشق اباد کې له سپورټي فعاليتونو د ليدنې پر مهال ده غوښتنه وکړه چې د وخت ځغاستې ازموينه کې برخه واخلي، چې بيا يې لومړی ځای کې راغی.

خبريالان وايي داسې ښکاري چې دغه فعاليت له مخکې په داسې هڅه ترتيب شوی وي، چې ولسمشر د عملي سړي په څېر انځور کړي.