فارک یاغیانو کولمبیايي سرتېري وژلي

د کولومبيا ياغيانو تر ټولو سترې ډلې فارک، د دغه هېواد شمال لوېديځ چوکو ولايت د پلټنې يوې پوستې کې سرتېري وژلي دي.

دغه بريد څو ساعته وروسته له هغه راځي چې ياغيانو په يوه وېديويي پيغام کې د پوځ دا ادعاوې رد کړې چې ګنې دوی کمزوري شوي دي.

په پيغام کې د فارک مشر چې په (ايوان مارکېز) باندې پېژندل کېږي، د ياغيانو له عملونو دفاع کړې ده او دحکومت له خوا يې پر دوی د ترهګرۍ تورونه رد کړې دي.