چین د کوریايي ټاپو په اړه اندېښمن دی

چین یو ځل بیا په داسې حال کې د کوریا په ټاپو کې د ناخوالو په اړه اندېښنه وښوده چې شمالي کوریا په راتلونکو ورځو کې د یوه توغندي د ازمویلو چمتووالی نیسي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ جیشي د جنوبي کوریا او جاپان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د خبرو وروسته له ټولو خواوو څخه د کنټرول غوښتنه وکړه:

''موږ د کوریا په ټاپو کې وضعیت ارزولی، په دې کې د کوریا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت هم شامل دی چې په پام کې لري یو توغندی وازمایي. د چین لوری یوځل بیا پر خپل نظر ټینګار کوو. چین له دې اړخه زیانمنېږي او په دې برخه کې ټولې ښکېلې خواوې که په لوړه یا ټیټه کچه وي، هڅوي چې ځانونه ارام او مسؤول وګڼي. پر دې ډول موضوعګانو باید په دیپلوماتیک او سوله ییز ډول کار وشي.''