پکتیا کې شلخي ماین درې ولسي وګړي ووژل

د افغانستان پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د سپرلۍ په ګاډي شلخی ماین چاودلی، چې یو سړی، یوه ښځه او یو ماشوم یې وژلي دي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالرّحمن منګل وايي وژل شوي د غزني له زنه خان ولسوالۍ پکتیا ته په یوه سراچه کې روان وو.

د وژل شوو مړي د زرمت په یوه سیمه ییز روغتون کې دي.