شمالي کوريا توغندى توغوي

شمالي کوریا بهرني خبریالان هغې سیمې ته بیولي چې ښایي له هغه ځایه له

توغندي سره یو سټلایټ فضا ته ولیږي.

تلویزیوني انځورونو کې یو راکټ حرکت ته چمتو ښکاري

شمالي کوریا وایي په څور ورځو کې به دا کار وکړي خو متحده ایالات او یو

شمیر نور هیوادونه ویره لري چې شمالي کوریا لیرى واټن ویشتونکي توغندي آزمایي.

بل پلو بيجينگ د کوریا په ټاپو کې د ناخوالو په اړه اندیښنه وښوده .

د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ جیشي د جنوبي کوریا او جاپان له بهرنیو چارو وزیرانو سره تر خبرو وروسته له ټولو خواوو څخه د زغم غوښتنه وکړه .