سوريه له ښارونو ځواکونه نه باسي

د سوریې حکومت اعلان کړی چې اوسمهال له ښارونو او ښارګوټو د ځواکونو ایستلو ته راضي نه دی.

دا اعلان داسې مهال شوی چې د تاوتریخوالي د ختمیدو لپاره نړیوال پلان پلي کولو ته دوې ورځې پاته دي.

د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند ویلي، خپل ځواکونه به وروسته له هغې وباسي چې وسله وال چې دوی یې یاغیان ګڼي ، داسې لیکلى ضمانت ورکړي چې جګړه به بندوي.

په سیمه کې د بی بی سي خبریال وایې دا ښکاره ده چې د سوریې حکومت د مخالفینو له خوا د بشپړې تسلیمۍ په لټه کې دي.

د يکشنبه په ورځ هم په دغه هیواد کې نورې شخړي شوي چې د مخالفینو په خبره د سوریې ځواکونو د ټانکونو او هلیکو پترو په ملګرتیا پر دریو ښارونو حلیپ، ایدلیب او هاما بریدونه کړي دي.