ایساف وايي د ازبکستان د اسلامي تحریک غړی یې وژلی

افغانستان کې مېشت سوله ساتي (ایساف) ځواکونه وايي چې د هېواد په شمال کې یې دوه جګپوړي اورپکي مشران وژلي دي.

ایساف په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا کسان د عملیاتو پرمهال وژل شوي.

د ایساف خبرپاڼه کاږي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې د فاریاب په المار ولسوالۍ کې وشول، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو جګپوړی مشر وژل شوی.

وژل شوی کس عثماني صاحب نومول شوی، چې د ایساف په وینا د یاد غورځنګ له یو شمېر غړو سره افغانستان کې له څه مودې راهیسې جنګېدلی دی.