اورپکو کرمه ایجنسۍ کې دوه پوځيان وژلي

د پاکستان په قبایلي کرمه ایجنسۍ کې وسله والو د پوځيانو پر یوې پوستې برید کړی، چې دوه پوځيان په کې وژل شوي دي.

پوځ وايي چې په ځوابي ډزو دوه اورپکي وژل شوي دي.

په کرمه ایجنسۍ کې یوه جګپوړي افسر بي بي سي ته وویل، د کوزې کرمې به خاپ ینګه سیمه کې لسګونه اورپکو د تلاشۍ پر یوې پوستې برید کړی.

دوی وايي چې اورپکو د راکټو برید هم کړی دی.

چارواکو ویلي چې د پوستې د ننه د عثمان خان په نامه یو پوځي لګېدلی او وژل شوی دی.