سوري فعالین وايي دولتي ځواکونو ۱۰۰ کسان وژلي

په سوریه کې فعالان وايي په یوه خونړۍ ورځ لږ ترلږه سل کسان د دولتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

فعالان وايي دا ورځ په سوریې کې د حکومت پرضد د پاڅون له پیل راهیسې ډیره خونړۍ وه چې دولتي ځواکونو پکې له جنګي څرخي الوتکو هم کار واخیست.

دا تاوتریخوالي په داسې مهال رامنځ ته کیږي چې سوریه باید د سولې د نړیوال پلان له مخې نن له ښارونو او ښارګوټو خپل ځواکونه وباسي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د سوریې د پولو په اږودو کې تاوتریخوالی غندلی او د سوریې پر حکومت یې غږ کړی چې په عاجله توګه پوځي عملیات بند او د سولې پلان ته درناوي وکړي.

سوریايي ځواکونو له پولې سره نیژدي د ترکیې په خاوره کې د کډوالو پر کمپ ډزې کړې چې له امله یې امریکايي چارواکي سخت په غصه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویکتوریا نیولینډ دې بریدونو ته په غبرګون کې وویل داسي بریښي چې سوریه د سولې پلان ته ژمنه نه ده:

''موږ په جدي ډول په ګاونډیو هیوادونو کې د سوریې د حکومت له خوا پر کډوالو هر ډول بریدونه غندو او موږ په بشپړه توګه پر کډوالو د برید له امله چې راپور شوی په غصه یو. موږ د ترکیې له حکومت سره خپل غږ یو ځای کوو او د سوریې پر حکومت غږ کوو چې په عاجله توجه اور بند کړي.

دغه پیښې یوه بله نښه ده چې د اسد رژیم د کوفي عنان د سولې دپلان په برخه کې خپلو کړو ژمنو ته ژمنه نه ښکاري. په وروستیو ورځو کې تاوتریخوالي نه دا چې کم شوی نه دی بلکې نور هم ډیر شوی دی.''