ایران د المپیک رسمي وېبپاڼه بنده کړې ده

په ایران کې د انټرنیټ کاروونکي وايي داسې برېښي چې چارواکو د ۲۰۱۲ کال د المپیک لوبو رسمي انټرنیټ پاڼه په ایران کې بنده کړې ده.

په ایران کې خبریالان وايي د انټرنیټ هغه کارونکي چې غواړي د اولمپیک د لوبو پاڼې ته ورشي او هغه پرانیزي د المپیک د پاڼې پرځای یوه بله ایرانۍ پاڼه پرانیستل کیږي.

د ایران حکومت په دې هکله څه نه دي ویلې چې ولې یې د اولمپیک لوبو پاڼه بنده کړې ده.

خو د بي بي سي فارسي څانګه وايي ایراني چارواکي ډیر ځله هغه پاڼې چې ګومان کوي د ایران د ګټو پرضد دي بندوي.