فېسبوک د عکسونو شریکولو لپاره یو میلیارد ډالر پانګونه کوي

د فیسبوک ټولنیزه شبکه یو میلیارد ډالر نغدې پیسې ورکوي او د عکسونو شریکولو پروګرام جوړوونکې یوې کمپنۍ شراکت اخلي.

دا تراوسه پورې د فیس بک شبکې له خوا تر ټولو د زیاتو پیسې شراکت دی چې د اینسټا ګرام له کمپنۍ سره یې اخلي.

اټکل کیږي چې اینسټا ګرام کپمنۍ ۳۰ میلیونه کارونکي لري چې کولای شي په سمارټ تیلفونونو کې د اخیستل شویو عکسونو بڼه د نورو شیانو په ورزیاتولو بدله کړي.